د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې پر شتون اندېښنه ښودلې او د افغانستان پر کنګل شوو پېسو یې هم خبرې کړې دي.
امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټنپوست خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د افغانستان د کنګل شتمنۍ ازادولو پر یوې طرحې کار کوي، خو د افغانستان سرپرست حکومت به پرې کنټرول نه لري.