د ایران د پلازمېنې تهران لویې څارنوالۍ ویلي چې په تهران کې نږدې درې زره او ۷۰۰ زیانمن ماشومان پېژندل شوي چې ۸۲ سلنه یې د نورو هېوادونو دي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وایي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېره یوه میاشت کې په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې سرپرست د ماینپاکۍ د داخلي او بهرنیو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې امنیت تامین شوی او باید ټولې ځمکې له ماینونو پاکې شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قطر هېواد د طبي مرستو یو بسته کابل ته راورسېده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست نور جلال جلالي «د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت» تر عنوان لاندې ناسته کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړ.
د افغانستان د سترې محکمې چارواکو د ایران له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ایران دې د افغان بندیانو او کډوالو په راستنولو کې د تېر په څېر له بشپړ صداقت او ایماندارۍ کار واخلي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابو راتلو خبر ورکوي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار چې پرون د واورې ورېدو او سخت توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.