ژبه

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار چې پرون د واورې ورېدو او سخت توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.</p>

<p style="text-align: justify;">د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د سالنګ لویه لار چې پرون د شپې اته بجې د واورې ورېدو، سخت توپان او د لید ساحې محدودیت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار ۸:۱۵ دقیقې له دواړو خواوو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.»</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وویل، اوس واوره درېدلې او هوا نیمه وریځ ده او د حفظ او مراقبت پرسونل له خوا د واورې پاکولو چارې روانې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د ټولګټو وزارت له ښاریانو او موټرچلوونکو غوښتي چې پر دې لار د سفر لپاره ټول ژمني وسایل له ځان سره ولري او له احتیاطه دې کار واخلي.</p>