د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېرو درېیو ورځو کې یې په ناوې، مارجې، واشېر او نهرسراج ولسوالیو کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې ده .
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه د نشهیي توکو د پروسس کارخونې له منځه وړې او په تړاو یې شپږ کسان نیولي دي.
د هلمند د نهو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له مرکز لښکرګاه سره نښلېدونکي پاخه سړکونه نهلري او له حکومته یې د جوړېدو غوښتنه کوي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بيبي تیري او جندوم سیمو کې یې په دوه بنز موټرو کې د بار شوې اوسپنې او مسو د قاچاق مخه نیولې ده.
هلمند کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او خانشین ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ۳۴ خپلمنځي شخړو له امله ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۳ نور ټپيان شوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټسال څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د لښکرګاه ښار «دوراهۍ» سیمه کې یې پر دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وايي، هلمند ولایت کې به د نورو اړوند چارو ترڅنګ ډېر ژر د کرکټ اکاډمۍ د جوړولو چارې پیل شي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د کجکې بند برېښنا له یوې نیمې میاشتې بندېدو وروسته نن بېرته د هلمند د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو او کندهار ښار ته وصل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP