د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د دغه ولایت په خانشین ولسوالۍ کې يوه پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی او په يوه بله پېښه کې يوه ماشومه اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې درې ښځې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوبې کړې وې چې يوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نورې ژغورل شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د راکټ زړې مرمۍ چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
په هلمند ولایت کې مېشت کوچيان وايي چې نه سرپناه لري او نه د څارویو لپاره یې مناسب څرځايونه شته دي.
د هلمند ولایت د انحصاراتو ریاست وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۵۵ زره ليتره بېکیفیته تېلو د پلور مخه نيولې ده.
د هلمند ولایت د ناوې او نادعلي ولسواليو اوسېدونکي وايي، له کلونو کلونو برېښنا ته په تمه دي، خو تر اوسه يې دغه هیله پوره شوې نه ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور اته کسان نیول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې پر کولرا ناروغۍ اخته ۵۰ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي چې نجلۍ ژغورل شوې او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې يوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د هلمند ولایت د بېلابېلو سيمو بزګر وايي چې د دغه ولایت په سیند کې اوبه کمې شوې او کښتونه يې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ له درنو جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې ۱۵ کسان، پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي دي.