Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
جوزجان کې یوې مېرمنې د غالۍ اوبدلو او خیاطۍ یوې کارخونې په جوړولو سره ۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
جوزجان ولایت کې یو شمېر بزګران، په ځانګړي ډول زعفرانکاران له حکومته غواړي چې د زعفرانو د کښت برخه د مسلکې روزنې زمینه ورته برابره کړي څو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې امنیتي منسوبینو د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د یوه کلي د ملک وژلو په تور یو کس نیولی دی.
جوزجان کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د شخصي او حکومتي څرځایونو د تثبیت او تفکیک په موخه د څرځایونو د سروې پروسه پیل شوه.
په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې اته میاشتې مخکې د څرځای د وېش پر سر رامنځته شوې وه، د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنايي تذکرو د وېش برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتونکي دي چې د دغه ولایت د احصایې او معلومات ریاست په وروستیو ۶ میاشتو کې د څه باندې ۳۱ زره برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېش خبر ورکوي.
د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس په روان کال کې په دغه ولایت کې د کورنیو ترمنځ د دښمنۍ د ۴۶ قضیو له پای ته رسېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۹ ښوونځیو د ودانیو بیارغونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، تر راتلونو درېیو میاشتو به په دغه ولایت کې څه باندې ۱۲زره زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شي.
جوزجان کې یوه مېرمن چې د لومړي ځل لپاره یې یوه عکاسخانه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي ډېرو نجونو او ښځو ته به په دې برخه کې د کار او زدهکړې زمینه برابره کړي.
ځایي سرچینې جوزجان ولایت ته د نوري فایبر غځولو پروژې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې چې د درېیو کلونو موده کې به بشپړه شي، د څلور سوه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دي او له اسلامي امارت غواړي چې د مناسب کار او زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یو ماشوم موټر وهلی او مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP