جوزجان (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): په جوزجان کې د یوې ښځې له خوا د جوړ شوي کرنیزو کوپراتیف په اړه د پژواک د راپور تر خپرېدو وروسته، اوس د دغه ولایت د کرنې ریاست او مرستندویه موسسو د دغه نوښت ملاتړ کړی او دغه کوپراتیف ته یې ماشینري او اصلاح شوي تخمونه په واک کې ورکړي دي.
پژواک خبري اژانس د روان لمریز کال د تلې په دویمه د «له کورنۍ باغچې د «کرنیز کوپراتیف» تر جوړولو؛ جوزجان کې د یوې کروندګرې او بریالۍ ښځې د ژوند کیسه» در عنوان لاندې یو راپور خپور کړ. د دغه کوپراتیف بنسټګرې سایرې له پژواک سره مرکه کې، د حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
هغې ویلي وو، په دغه کوپراتیف کې چې د ۲۳۱ زره افغانیو په پانګونې یې جوړ کړی، ۲۳۱ ښځطې د بڼوالۍ، مالدارۍ (لبنیاتو د تولید) او کرنه کې پر کار بوختې دي او د دغه کوپراتیف د جوړولو اصلي موخه، نورو ښځو ته د کار زمینې برابرول دي.
سایرې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت او د کرنې سکټور برخه کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي وو چې د کرنې برخه کې فعالیت کوونکو ښځو ته دې د کرنې د ميکانیزه کولو او کرنیزو محصولاتو د پروسس روزنیز او بازارموندنې برخه کې پروګرامونه جوړ کړي.
د هرات یوه اوسېدونکې او د دغه کوپراتیف غړې زهرا نن (پنجشنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «ستاسو د راپور له خپرېدو وروسته، د کرنې ریاست موږ ته ماشینري او وسایل، اصلاح شوی تخم او نور راکړل او ژمنه راسره شوې چې موږ ته روزنیز پروګرامونه پیلوي.»
هغه وویل چې دغو مرستو او د زدهکړو فرصتونو د دوی پّ حاصلاتو کې اغېزناکه رول درلودلی دی.
بلخوا، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندیش وايي چې د کرنې په برخه کې د ښځو ملاتړ د دوی لومړیتوب دی او وايي چې په وروستیو ورځو کې یې څو ماشینونه او کاري وسایل کوپراتیف ته ورکړي او دغه ډول مرستې لا هم ادامه لري.
هغه زیاتوي: «موږ د جوزجان د ښځو د ژوند سطحې لوړولو لپاره بېلابېل خدمات وړاندې کړي دي. یو له مهمو کارونو څخه یې ښځو لپاره د کرنیزو ماشینونو برابرول دي. موږ په پام کې لرو چې د دې ماشینونو په مرسته ښځو لپاره د کرنې پروسه اسانه او موثره کړو.»
خیراندیش ښوونیزو پروګرامونو ته په اشارې وویل: «د دې ترڅنګ، موږ ښځو لپاره بېلابېل ښوونیز پروګرامونه هم برابر کړي څو هغوی وکولای شي د کرنې نوې تګلارې وکاروي او په دې توګه خپل محصولات زیات کړي. په دې پروګرامونو کې کرنیزه زدهکړه، د کښت او حاصلاتو راټولولو نوې تګلارې، د افتونو او ناروغیو مدیریت او دغهراز د کرنې په برخه کې له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنایي شامله ده. موږ په دې برخه کې د ډونرانو او موسسو پام هم را اړولی، څو د بېلابېلو زده کړو فرصتونه برابر شي.»
هغه وویل چې ځینو مرستندویه موسسو ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به دې کوپراتیف ته نورې مرستې هم وکړي.