منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:26 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

جوزجان کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیول شوي

جوزجان کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیول شوي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 311 کتنې

شبرغان (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۴): جوزجان کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیول شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو دوو اونیو کې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار او یو شمېر ولسوالیو کې په جلا عملیاتونو کې ۲۱ کسان د غلا، قمار او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت کشفي او امنیتي ځواکونه تل هڅه کوي څو په ټولنیز نظم کې د هر ډول بې‌نظمۍ او اختلال مخه ونیسي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ټولنې په نظم کې اختلال راولي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند ټینګار وکړ چې د امنیت ټینګښت او د خلکو د ځان او مال ساتنه د اسلامي امارت د نظام له کاري لومړیتوبونو څخه دی.