د لبنان ولسمشر وايي، هوډ لري راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته په خپل سفر کې له دغه هېواده وغواړي چې د لبنان له پوځ سره کلنۍ درې میلیارد ډالري مرسته بېرته پيل کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې د امریکا د مالي مرستو کمېدل په افغانستان کې څه باندې نهه میلیونه کسان له روغتیايي او خوندېتوب خدمتونو بېبرخې کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې بشردوستانه بنسټونه په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو په حال کې دي.
د ټولګټو وزارت وایي چې تېره میاشت د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپڼې پټلیو له لارې ۴۱۴ زره او ۸۸۳ متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حماس غورځنګ وايي، تر هغه وخته چې فلسطیني بندیان د هوکړې پر اساس خوشې نهشي، د اوربند په اړه له اسرائیلو سره مذاکرات ته دوام نه ورکوي.
د سعودي عربستان ولیعهد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند عملي کېدو او د امریکايي وګړو په ګډون د ټولو یرغمل شوو د خلاصون په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې متحده عربي امارتو ته تللی دی.
د ایران د ازادو سیمو د عالي شورا منشي اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان پانګهوالو ملاتړ کوي او هغوی کولای شي چې د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې اقامت ترلاسه کړي.
د راپورونو پر بنسټ، سعودي عربستان په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو د امریکا او روسیې د خبرو کوربهتوب کوي.
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د امریکا له ولسمشر سره د لیدو په موخه واشنګټن ډيسي ته رسېدلی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د لبنان د سیاسي ګوندونو ترمنځ له ډېرو خبرو اترو وروسته پرون په دغه هېواد کې نوی حکومت جوړ او نواف سلام یې لومړی وزیر وټاکل شو.