د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له افغانستان سره د جاپان د څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړی دی.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده.
د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګه وایي، اروپایي ټولنې له دغه بنسټ سره د طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
په کابل کې یو شمېر ښځې نورو ښځو ته د وړیا کتابونو په ورکړې سره وايي، له دغه پروګرام څخه یې موخه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) نمانځل او په ټولنه کې د کتابلوستنې فرهنګ ته وده ورکول دي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته را ورسېده.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ایران ۱۸۹ نور افغان بندیان نن د افغانستان حکومت ته وسپارل.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) ۱۶ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولان وایي، د سالنګونو په شمال کې د واورې ورېدو او باد له امله دغه لویهلار د ټریلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد رېلپټلۍ له لارې ۱۴۱ زره او ۴۸ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې دولت خبر ورکړی چې د زلزلې له امله د ۱.۵ میلیون بېکوره شوو لپاره یې د کورونو جوړولو کار پیل کړی دی.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې د دغه هېواد د نړۍوالو همکاریو ادارې (جایکا) نه غوښتي چې د نوي کابل ښار ماسټر پلان –چې مخکې تر کار لاندې و- عملي کړي.