Language

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) ۱۶ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

مرکزي بانک نن (سه‌شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

دغه‌راز د افغانستان بانک د روان کال د کب په ۱۱مه هم ۱۶ میلیون ډالر لیلام کړي وو.