یو شمېر خبریالانو له حکومت، رسنیو، اړوند نړیوالو بنسټونو او خبریالانو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ په نوم بنسټونه دې نور پر «رسمیت» نه پېژني.
د پژواک موندنې ښيي چې په ټولیز ډول د څه باندې دوه میلیون امریکایي ډالرو په بېلابېلو قضیو کې تورن کسان په داسې حال کې ۳۰ ځلې جلب شوي، خو نه دي حاضر شوي چې له یادو تورنو دوه یې محکمې پر بند هم محکوم کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د دغه هېواد د ځینو مسایلو په اړه یې له عبدالله عبدالله سره خبرې کړې او په راتلونکو ورځو کې به له نورو افغان مشرانو سره هم خبرې وکړي.
په افغانستان کې د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د ځمکني خدمت مشارکتي تړون د عربي متحده اماراتو له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې نن په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسینو کمپاین پیلېږي.
چارواکي وایي، ملا اخترمحمد منصور د لوی تدبیر خاوند و، خپلو اسلامي او ملي ګټو ته په پام یې له نړۍ سره ښه تعامل د خپل کار اصول ټاکلي وو او اوس دا اصول اوسني حکومت ته په میراث پاتې دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون وايي، له افغانستانه وتلو ټولو سياسي او نظامي شخصيتونو لپاره هېواد ته د راتګ زمينه برابروي او د هغوی له راستنېدو وروسته هيڅوک یا اداره د هغوی د نیولو او ځورولو حق نه لري.
سرچینې وایي، د افغانستان په درېیو وزارتونو کې د اسیا پرمختیایي بانک اړوند پروژو د ۴۶۳ کارکوونکو د پنځو میاشتو څه باندې ۴.۴ میلیون ډالره تنخواوې نه دي ورکړل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له هغو څلورو کسانو دوه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د ۱۹کلنو له کرکټ جام وروسته انګلیستان کې پاتې شوي وو.
د افغانستان ځيني خبریالان او د رسنیو مسوولین له حکومته د رسنیو ازادۍ ته د درناوي او اطلاعاتو ته د اسانه لاسرسي غوښتنه کوي او وايي چې رسنۍ د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله اړ کېږي چې فعاليت بند کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو پر ژر پرانیستلو ټينګار وکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) وايي، په افغانستان کې به له بې وزلو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.