د بلخ ولایت په مربوطاتو کې د کابل – مزارشریف پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له خلکو د وینې او له حکومته د درملنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار اوومې او نهمې ناحیو کې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو کانکرېټولو چارې پیل شوې.
قرغیزستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۱۲۰ ټنه خوراکي توکي بلخ ولایت کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د افغانستان ټولګټو وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې ۴،۱ میلیون مټریک سوداګریز توکي صادر، وارد او ترانزیټ شوي دي.
بلخ ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ د داوود غني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز مزارشریف او جوزجان ترمنځ سړک باندې له ډېرې ګڼهګونې شکایت کوي او د دغه سړک د دویم لاین جوړېدو غوښتنه کوي.
د ازبکستان سرخاندریا ولایت د ترمذ په نړۍوال سوداګریز مرکز کې افغان سوداګرو ۵۰ هټۍ پرانیستي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له خپرېدو وروسته د بلخ په ګمرک کې پر توکو د فومېګشن (دواپاشۍ) مسله اختیاري شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP