. . .
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې نن يې ۳۵ ټنه تاریخ تېر درمل او دوه ټنه خوراکي توکي وسوځول.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښاروال قدرت الله طارق وايي چې د نوي کال راتګ ته یې چمتووالی نیولی او د مزارشریف په روضه کې د جنډې پورته کولو احتمال هم شته.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د معلولو ویلچر لرونکو لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه.
د بشیرنوید ګروپ، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له۵۰۰ بېوزلو او بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ چې د څلورو ولايتونو د لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې نن د ننګرهار ولایت خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ د مرکز مزار شریف د ۱۰مې او ۱۱مې ناحیو شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې له اوسني سرپرست حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ.