Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالد ټرمپ ملاتړ لرونکی مایک جانسن د دویم ځل لپاره د امریکا د ولسي جرګې رییس وټاکل شو.
د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګونو لویه لار نن سهار د سختې واورې او توپان له امله د ټولو نقلیه وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
ایران کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د هغه هېواد د آزادو ساحو او سوداګریزو بندرونو د عالي شورا له رییس سره لیدنه کې د افغان سوداګرو او ترانسپورټي شرکتونو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړې دي.
د ايران د خراسان رضوي انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي ویلي چې د روان کال له پيله د لېندۍ میاشتې تر پايه په ګډو پولو کې ۳۰ زره او ۸۲۰ غیرقانونی افغان ګډوال دغه هېواد ته له داخلېدو مخکې نيول شوي او بېرته افغانستان ته ورګرځول شوي دي.
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د نیمهکاره سړوخونو فعالولو په موخه یوه ناسته ترسره شوه.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایی، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۲۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې جنوبي کوریا په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د رسېدنې لپاره له دغه پروګرام سره پنځه میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د اتیوپیا هېواد ځايي مسوولین وايي چې د دغه هېواد د پلازمېنې سوېل کې په سیداما سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د مراکش په سواحلو کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسان مړه شوي دي.
د اذربایجان یوه الوتکه چې روسیې ته روانه وه، له ۶۷ مسافرو سره د قزاقستان د اکتایو ښار ته نږدې لوېدلې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده.
ځینې ارواپوهان وايي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د موبایلونو او ټولنیزو شبکو ډېر کارول د هغوی پر زدهکړو، ذهن او چلند منفي اغېز کوي او ان د ژر بلوغ ته رسېدو او جنسي انحرافاتو لامل یې هم کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP