د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت له کروندګرو څخه ۳۸ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرلي او په سېلوګانو کې یې ذخیره کړي دي.
رسنیو د یونان د ساحلي ګارډ له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ختیځ کې رودس جزیرې ته نږدې د یوې کښتې ډوبېدو له امله اتو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ژغورل شوي دي.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام د هانو ښار په یوه کافه کې د اورلګېدنې له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون خپل پخوانی متحد او سیاستوال فرانسوا بایرو د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.
د سویډن د همکاریو نړۍوال پراختیايي اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي (اماني) صندوق سره نهه میلیون امریکايي ډالر چې ۱۰۰ میلیونه کرون کېږي، مرسته کړې ده.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې د ممنوعه ډلو له لېسته د طالبانو نوم ایستلو زمینه برابروي.
سوریه کې د بشار اسد د حکومت له پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي، د امریکا ولسمشر او د المان لومړي وزیر د سوریې د خلکو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سوریې راتلونکی باید د دغه هېواد د خلکو له لوري وټاکل شي.
د متحده ایالتونو نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID)او د قطر د ټولو لپاره د زدهکړو بنسټ (EAA) په افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د بشارالاسد دولت د مخالفینو له پرمختګ سره هممهاله والسټریټ ژورنال د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سوریې د ولسمشر د کورنۍ غړو دغه هېواد پرېیښی او روسیې ته تللي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د دیجیټلي اسعارو بازار ته د بېټکوین (BTC) له داخلیدو راهیسې د دغه ارز ارزښت خپل اوج ته رسېدلی او په مالي بازارونو کې د یوه بېټکوین ارزښت څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانانو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول په دغه هېواد کې د نظامي حکومت له اعلان څو ساعته وروسته له خپلې پرېکړې منصرف شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP