Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د تېر حکومت یو چارواکی محمداصف ننګ وایي، افغانستان کې امنیت ښه ټینګ شوی، اقتصادي ډېپلوماسي هم بریالۍ ده، خو حمایوي قوانینو ته اړتیا لري او دغهراز هېواد کې د ثبات لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت مخکنی سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، افغانستان په نړۍ کې له سياسي انزوا وتلی خو د اساسي قانون او يوې سياسي ستراتيژي جوړول کولی شي د رسميت پېژندنې برخه کې ګټور تمام شي.
د ازموینې ملي ادارې مشر وایي، دغه اداره په روڼتیا سره خپله دنده ترسره کوي او دا د ا.ا ذمهواري ده چې د ولس د اولادونو او د هغوی د استعدانونو قدر وکړي څو هېواد مو د پرمختګ په لور ګامونه پورته کړي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ناکامي څرګندوي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان لوړ پوړي پلاوي ته ویلي، چې د قوشتېپې کانال د افغانانو خپل حق دی، په دې اړه باید هېڅ ګاونډی اندېښنه ونه لري.
افغانستان د کرکټ په درېیمه یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې هم ایرلینډ ته په ستر توپیر ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست وايي، تېرو څه باندې دوو کالونو کې يې شاوخوا ۹۰۰ زره جريب ځمکه چې ډېری يې په ننګرهار او بلخ کې وه، له غصبه راګرځولې او د ځمکو بانک ته يې سپارلې ده.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو اداره وايي، بهر ته تللي استادان که راستانه شي، پر دندو به وګومارل شي او ترڅنګ یې خپلو فارغو محصلینو ته په وزارتونو کې د کار زمینه هم برابروي.
د کابل خاکجبار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په مسلماباد سیمه کې د چرګانو دانې توليدوونکې یوې فابريکې له بدبويي په تنګ راغلي خو د فابريکې مسوولين بیا وايي چې خلک سلیقوي او عقدهيي چلند کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن