ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهامت: بهر ته تللي استادان که راستانه شي پر دندو یې ګومارو

شهامت: بهر ته تللي استادان که راستانه شي پر دندو یې ګومارو

author avatar
12 Dec 2023 - 14:43
شهامت: بهر ته تللي استادان که راستانه شي پر دندو یې ګومارو
author avatar
12 Dec 2023 - 14:43

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو اداره وايي، بهر ته تللي استادان که راستانه شي، پر دندو به وګومارل شي او ترڅنګ یې خپلو فارغو محصلینو ته په وزارتونو کې د کار زمینه هم برابروي.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشر مولوي غلام‌حيدر شهامت له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل، دغه اداره د نورو ښوونيزو مرکزونو په څېر په بېلابېلو برخو کې ۲۹ زره ښځينه زده‌کوونکي لري.

که څه هم چې دی وايي، د دې ادارې اړوند د ښځو انسټيټيوټونه او ښوونيز مرکزونه فعال دي، استادان يې هره ورځ ورځي او حاضري امضاء کوي خو محصلین نه ورځي.

هغه دا هم وویل چې د يادې ادارې اړوند ښوونيزو مرکزونو په تېر يوه کال کې په ۱۱ سکټورونو کې شاوخوا لس‌نیم زره محصلين فارغ کړي او دغه راز په روانه اونۍ کې به په کابل کې ۱۲۰۰ نور کسان هم فارغ شي.

هغه دغه راز وويل، له وروستي سياسي بدلون وروسته د يادې ادارې اړوند ښوونیزو مرکزونو يو شمېر استادان بهرنيو هېوادونو ته تللي، له دې امله دوی اوس د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ  دي.

خو هغه زیاتوي، بهر ته تللي استادان که بېرته راستانه شي پر دندو به وګومارل شي.

شهامت وويل، حکومت اوس مهال هغوی ته ۱،۴ ميليارده افغانۍ بودجه ورکوي چې يوازې خپلې اړتياوې پرې پوره کوي او پرمختيايي کارونه یې ولاړ دي.

دی وايي، پلان لري چې د يادې ادارې ښه‌والي لپاره پر اوسني نصاب بيا کتنه وکړي.

د هغه په وینا، دوی خپلو فارغ شوو محصلينو ته د کار زمينه برابروي او دغه راز ځينو وزارتونو او نورو ادارو ته يې يو شمېر کسان د کار لپاره ورپېژندلي هم دي.

د یادونې ده، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د وخت د ولسمشر د فرمان له مخې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو معینیت له پوهنې وزارته بېل شو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره شوه.

Views: 739

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.