Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست ولایت په مرکز کې د يوې کورنۍ پنځو کسانو د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خوست ولایت د مرکز اړوند د سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی روغتيايي کلینیک فعال شو.
د خوست سلګونو اوسېدونکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونو غبرګون لاریون وکړ او له نړۍوالو یې پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د املوکو حاصلات ۸۱۹ ټنه اټکل شوي او په دې موده کې پر ۳۹۰ جریب ځمکه د املوکو نور باغونه هم جوړ شوي دي.
د پوهنې سرپرست وزير وايي، ځيني مغرضې رسنۍ د پرديو په اشاره داسې منفي تبليغات کوي چې ګواکې اسلامي امارت عصري علومو ته پاملرنه نه کوي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، هر کال ۲۰ زره کسان له بېلابېلو حرفوي او فني زدهکړو فارغېږي.
خوست کې د ۲،۵ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د يوه جومات او يوې ديني مدرسې جوړولو چارې پيل شوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وايي، ځیني کډوال تر اوسه نه دي ثبت شوي خو ډاډ ورکوي چې د ټولو کډوالو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
په خوست ولايت کې د داخلي بېځايه شوو کورنيو غړي له حکومته د بشري مرستو د وېش او د ژوند د نورو لومړنيو اسانتياوو برابرولو غوښتنه کوي.
په خوست کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د پنځو کورنیو روغتيايي ځالو لپاره د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.
په خوست کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زدهکړو بهير کې د شته ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزير وايي چې حزب تحرير، جميعت اصلاح، سلفي او داعش هغه ډلې دي چې د اسلام تر نامه لاندې د مسلمانانو ترمنځ اختلاف او تفرقه رامنځته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP