Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کراچۍ کې افغان قونسلګرۍ وايي، د سیند صوبې له محبسونو څخه د اتو ماشومانو په ګډون ۶۶ افغان بنديان خوشې او هېواد ته ولېږدول شول.
د افغانستان او ایران د عامې روغتيا وزيرانو د روغتيا په برخه کې پر ځينو مسایلو خبرې کړي او دواړو لورو په دې اړه پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو شپږمه درې اړخيزه ناسته نن د پاکستان په پلازمېنه، اسلاماباد کې ترسره شوه.
د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اسلامي امارت د مشر له فرمان پرته منع دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، له شبرغان تر الوان دښتې او بيا د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په دغو سيمو کې د سب سټېشنونو د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره دې د تمویل سرچينې وڅېړل شي او تر هغه وروسته دې يې چارې پيل شي.
کابل کې د ایران سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې افغاني محصولات او مېوې په ښه بيه وپېري او هم له افغان بزګرو سره همکاري وکړي.
اقتصادي کمېسیون د دې ترڅنګ چې پرېکړه کړې د ډبرو سکرو پر طرحې او قراردادونو دې له سره کتنه وشي، يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د کابل ښار شهزاده سرای سره نږدې د سوداګريز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
د دې ترڅنګ چې د افغانستان سرپرست حکومت شيخ محمد بن زايد ته د متحده عربي اماراتو د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ويلې، د ریاست الوزراء مرستیال ملا برادر د اماراتو د پخواني رئیس شيخ خلیفه د فاتحې لپاره ابوظبۍ ته تللی دی.
سرچينې وايي، عربي متحده اماراتو ته د افغانستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د سفر مخه نيول شوې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په کتنه کې ويلي چې په افغانستان کې د ټولو ستونزو د هواري يواځينۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې کې” نغښتی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن