ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر د متحده اماراتو د پخواني رئیس شیخ خلیفه د فاتحې لپاره ابوظبۍ ته تللی دی

ملا برادر د متحده اماراتو د پخواني رئیس شیخ خلیفه د فاتحې لپاره ابوظبۍ ته تللی دی

author avatar
16 May 2022 - 18:57
ملا برادر د متحده اماراتو د پخواني رئیس شیخ خلیفه د فاتحې لپاره ابوظبۍ ته تللی دی
author avatar
16 May 2022 - 18:57

کابل (پژواک ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د دې ترڅنګ چې د افغانستان سرپرست حکومت شيخ محمد بن زايد ته د متحده عربي اماراتو د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ويلې، د ریاست الوزراء مرستیال ملا برادر د اماراتو د پخواني رئیس شيخ خلیفه د فاتحې لپاره ابوظبۍ ته تللی دی.

د ریاست الوزراء د لومړي معاونيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی د متحده عربي اماراتو د پخواني رئیس “شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان” د وفات له کبله د فاتحې لپاره، نن (دوشنبه) د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی.

سرچينه زياتوي، ملا برادر د تعزیت وړاندې کولو په پار د نوموړي له ځايناستي “شیخ محمد بن زاید آل نهیان” سره کتلي دي.

له بلې خوا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان سرپرست حکومت د متحده عربي اماراتو حکومت او ولس ته د الشيخ محمد بن زايد آل نهيان د دولت د رئيس په توګه د ټاکنې په مناسبت مبارکي ويلې ده.

دغه مطلب د ياد شوي وزارت د وياند عبدالقهار بلخي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی او په کې زياته شوې چې نوموړي ته له الله تعالی څخه په خپله سپارل شوې دنده کې توفيق او بريا غواړي او هيله کوي چي د نوموړي تر قيادت لاندې متحده عربي امارات لا هم د امن، سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن شي.

سرچينه کاږي: “متحده عربي امارات تل د افغان ولس تر څنګ درېدلی او په سختو حالاتو کې يې د مرستې لاس ورغځولی دی، د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر د ورور هېواد سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.”

Views: 372

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.