غور کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د هریرود سیند ته د یوه فلانکوچ موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ژغورل شوی دی.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یو ځوان له غره لوېدلی او مړ شوی دی.
په غور ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله ۱۶۰ پسونه تلف شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، د اروزګان – کندهار او غور – فاریاب ولایتونو لویې لارې د سیلابونو راوتو له امله د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې دي.
مسوولینو د اختر په مناسبت د غور له زندانه د ۹ ښځو په ګډون د ۵۰ زندانیانو خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د غور سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې له غره د ډبرې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د غور امنیتي سرچینې د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کې د قومي شخړې له امله د یوه کس له وژل کېدو خبر ورکوي.
د غور امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي او د هغه اووه کلنه لور په فیروزکوه ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د غور د عامې روغتیا رییس وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
د روژې د میاشتې په راتلو سره غور کې یو شمېر اړمنې کورنۍ له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
د غور د ټولګټو چارو رییس د غور – کابل لویې لارې له تړل کېدو خبر ورکوي او له مسافرو یې غواړي چې د هوا تر ښه کېدو پورې له سفر کولو ډډه وکړي.
د غور د فېروزکوه ښاروالۍ مسوولین د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۳۴ میلیون افغانۍ عوایدو له راټولولو خبر ورکوي او وايي، په دې موده کې په دغه ښار کې ۱۲ رغنیزې پروژې هم تطبیق شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP