Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کابل کې د ایران سفیر د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ پخوانيو او تاریخي اړیکو ته په اشارې وایي، هېواد یې د تېر په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او تر خپلې وسې ورسره مرسته کوي.
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته الوتنې پیل کړې.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې په کابل ښار کې د دوو پاکستانیانو په کډون لس کسان له ټابلیټ کا، چرس او پوډرو سره نیول شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې تر ۱۶۰ ډېرې افغان کورنۍ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، دغه بنسټ په پام کې لري چې روان کال په افغانستان کې له پنځه میلیون وګړو سره مرسته وکړي.
د فرانسې او هند مشرانو په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د یوه ټولشمول حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی، له سولهییز، امن او باثبات افغانستان څخه یې خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران ورېدو او سېلابونو راوتلو په اړه خبر ورکوي.
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیران هوکړې ته رسېدلي څو اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي، هیله لري په افغانستان کې د ټول شمول دولت د جوړېدو او له “ترهکرۍ” سره د مبارزې بهیر په چټکېدو سره به له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د همکارۍ زمینه پراخه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن