د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، له هغه څه باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادو پر اړیکو منفي اغېزه کوي او هره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند غړو سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کېږي او ویل کېږي، ډېر ښه دی.
کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت «د افغانانو د لنډمهالې اوسېدنې پروګرام» ۱۸ میاشتې نور غځولی دی. د
کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست، سند ایالت کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د پاکستان سیاسي
کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، سوله په کلي، سیمه او نړۍ کې تر برید لاندې ده او رښتینې سوله هغه
افغان او امریکایي چارواکو دوحه کې له نشهيي توکو سره د مبارزې، پر نشو د روږدو کسانو درملنې او افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.
د کاناډا د کډوالۍ چارو اداره وایي، ۲۱۸ نور افغان کډوال يې دغه هېواد ته لېږدولي دي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، تېره ورځ یې افغان کډوالو ته د پاسپورت ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
دا مهال د افغانستان ملي موزیم کې – د هغو ۱۳۶۱ تاریخي اثارو په ګډون چې په تېرو دوو کلونو کې یې له قاچاقه مخنیوی شوی- ۵۱۷۴۲ بېلابېل تاریخي اثار ثبت دي او د ثبت دا لړۍ روانه ده.
د ټولګټو وزارت وایي، د پلازمېنې اړوند سیمه کې د کابل – جلالاباد پر لویه لار غرښویېدنه اوس هم دوام لري او دغه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د ټولګټو وزارت وایي، د کابل – جلالاباد لویه لار تېره شپه د کابل دروازې په درۍ کیلومترۍ کې د غره ښويېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
افغاني سره میاشتې ټولنې نن په کابل ښار کې له ۳۴۳ سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې.