کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست، سند ایالت کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د پاکستان سیاسي ګوندونو غونډو کې دې ګډون نه کوي.
د پاکستان د سند ایالت مرکز کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ سرپرست عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي: «په سند کې له ټولو مېشتو افغان کډوالو مو غوښتنه دا ده چې د پاکستان په سیاسي، په تېره د ځینو هغو تنظیمونو په سیاسي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي چه دلته دي؛ ځکه هغوی خپلو کې مسایل او مخالفتونه لري.»
دی وایي، افغانان دې د کډوالو په څېر ژوند کوي او خپل کاروبار دې کوي.
هغه زیاتوي: «که افغان کډوال [هلته] په ځینو تنظیمونو کې شامل شي، یا همکاري ورسره وکړي او یا یې په غونډو کې ګډون وکړي او بیا د پاکستان حکومت ورته ستونزه جوړ کړي، موږ نه شو کولای ملاتړ یې وکړو او دفاع ترې وکړو.»
تخاري وایي، له همدې امله که هلته ځیني تنظیمونه له مېشت افغان کډوالو وغواړي چې په غونډو کې یې برخه واخلي، ورته ودې وایي چې دوی کډوال دي او د پاکستان په سیاسي مسایلو کې لاسوهنه نه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










