منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امریکا «د افغانانو لنډمهالې اوسېدنې پروګرام» ۱۸ میاشتې نور وغځاوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۰ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت «د افغانانو د لنډمهالې اوسېدنې پروګرام» ۱۸ میاشتې نور غځولی دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزیر الیهندرو مایورکس ویلي، دغه پروګرام د هغو افغانانو لپاره چې خپل هېواد ته نه شي ستنېدلی، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې تمدید شوی دی.

هغه ویلي چې د دغه پروګرام غځول پر شرایطو برابرو لا زیاتو افغانانو ته د دې اجازه ورکوي چې د لنډمهالې اوسېدنې د ساتنې پروګرام او د کار جواز ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

د راپور له مخې، یاد پروګرام شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانانو ته چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵مې وروسته د امریکا متحده ایالتونو ته تللي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۲۰مې وروسته  په دغه هېواد کې پاتې شوي او د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې وروسته په فزیکي ډول په دغه هېواد کې اوسېدلي، د دې اجازه ورکوي چې د لنډمهالې اوسېدو د ساتنې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

یاد وزارت د روان لمریز کال په غویي میاشت کې ویلي وو، هغه شمېر افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر ۱۵مې امریکا ته داخل شوي او د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۲۰مې په دغه هېواد کې اوسېدلي، د موقتي اوسېدو د ساتنې پر شرایطو برابر ګڼل کېږي خو هغه کسان چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵مې وروسته امریکا ته انتقال شوي، په دغه پروګرام کې نه شي شاملېدلی.

د امریکا حکومت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې د تخلیې پروګرام له لارې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان ایستل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال