د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وايي، له ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو تمه ده څو نه یوازې په ژمنه، بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د برېښنا پراختیا او اوبو رسولو پروژو برخه کې مرسته وکړي.