د اسلامي امارت ویاند وایي چې د افغانستان پراختیایي تګلاره تدوین او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوې ده؛ دغه تګلاره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو موخو ترلاسه کولو لپاره ترتیب شوې او ټولې امارتي سرچینې به په یو واحد مسیر رهبري کوي.
د عدلیې وزارت وایي چې د حاجيانو د ښوونکو قانون توشیح شو او د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او دغه راز له حج او عمرې تر راستنېدو وروسته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د افغانستان د باتوران دود ملي فدراسیون وايي چې په کابل کې د اتو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د باتوران دود سیالۍ ترسره شوې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وايي، ملي لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس اووهپنځوسم پړاو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ او دا د برونزو څلورم مډال دی چې افغان لوبغاړي یې په دې سیالیو کې ګټي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د شلاوریز اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شلکسیز نوملړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې په دې برخو د ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.
د کابل ښار د څرخي پله سیمه کې د ختیځ لویې لارې برېښنایي دروازې (ټولګېټ) جوړولو چارې پیل شوې چې ۱۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړیږي چې په ترڅ کې به یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په ګډون پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وشي.
د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، ا.ا هېڅ ګاونډي او د سیمې هېواد ته بده اراده نه لري، بلکې له ټولو سره د ښو سوداګریزو، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائيليانو د یوه لاریون په ترڅ کې د اسرائیلو له لومړي وزیر غوښتی چې د جګړې د پای ته رسولو او پاتې بندیانو د خوشې کولو لپاره له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ۵۰ اوریز نړۍوال جام لپاره د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلو نوملړ اعلان کړ.