د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشت د پياوار کارتلرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د هغوی ایستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، ۱۴۳۰ قلمه هغه لرغوني اثار چې د لوګر د عینک مسو کال له ساحې ترلاسه شوي، د پاککارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې او ثبت په موخه مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر پاکستاني ګرځندویان چې په موټرسایکلونو کابل ته راغلي او غواړي وروسته تاجکستان او اوزبېکستان ته ولاړ شي، وايي، دوی دغه سفر په دې موخه ترسره کوي څو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته د امن او ورورولۍ پیغام یوسي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه نن د مس عینک او امو نهګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۱،۸ میلیونه افغان کډوال یوازې له ایرانه راایستل شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې تېر کال د کرنې په سکټور کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو له خوا شاوخوا ۱۹۲ میلیون ډالر لګول شوي او ۲۳۵ پانګهوالو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلاماباد او لاهور ترمنځ په چکوال نومي سیمه کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو پېښه کې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلېفونې خبرو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړې چې دغه بهیر دې تدریجي او په عزت سره ترسره شي.
د کرکټ اسیایي شورا د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شلاوریزو سیالیو مهالوېش او د لوبډلو ګروپونه اعلان کړل؛ د دغه مهالوېش له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هانګکانګ، بنګلهدېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې سیالي کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر وايي، ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او یواېناېچسيار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.
د ټولګټو وزارت مسوولین وایي، افغانستان اوس له اوزبېکستان، ایران او ترکمنستان سره په مستقیم ډول د رېلپټلیو په وسیله نښلول شوی او تېر کال له دې لارې ۴،۴ میلیونه ټنه انتقالات شوي دي.