د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی پروېز سهار نن له خپل بوسنیایي سیال سره لوبه ترسره کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي چې اسلامي امارت د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی او د امریکا له متحده ایالتونو سره هم تماسونه او مستقیمې دوهاړخیزې ناستې لري.
د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایي چې په افغانستان کې د دوو برېتانوي اتباعو د خوشي کېدو لپاره هڅې روانې دي خو تر اوسه یې د خلاصون پړاوونه نه دي بشپړ شوي او د هغوی بشري حقوق په بشپړ ډول په پام کې نیول کېږي.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو په لړ کې د بحرین، کويټ او سکاټلنډ لوبغاړو ته ماته ورکړې او خذفي پړاو ته یې لاره موندلې ده.
د افغانستان د علومو اکاډمي مسوولین وايي، تېر کال له بهرنيو ژبو ۱۸ علمي اثار ملي ژبو ته راژباړل شوي، د دري ژبې د ادبي دايرتالمعارف لومړی ټوک بشپړ شوی او ۶۰۰ اصطلاحات پهکې څېړل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مشر او سترې محکمې د رییس په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړه غندلې ویلي یې دي چې اسلامي امارت متوازن سیاست لري او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل غواړي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بګرام هوايي ډګر په اړه د امریکا د ولسمشر د پرلهپسې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو یو نظامي کس هم شتون نهلري او نه هم ا.ا په هېواد کې د بهرنیو نظامي حضور غواړي.
د المان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناهغوښتونکي یې له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې لېږلي دي؛ بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او په دې برخه کې یې د قطر له دولته د همکارۍ له امله مننه کړې ده.
د انګلیستان «ايسېکس» نړۍوال پوهنتون د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړي وليمحمد نوري ته د هغه ورزشي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو ته د درناوي په پار افتخاري دوکتورا ورکړې ده.
.د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سمتي سرزرو کان د لومړي بلاک کیندنې او پروسس چارې پیل شوې
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زدهکړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې دغه هېواد باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي.
د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د سیاسي سلا مشورو درې اړخیزه ناسته کې چې په کابل کې ترسره شوه، د دغو هېوادو ترمنځ د قوي اړیکو پر رامنځته کېدو، سیمهییز ثباب، اقتصادي نښلونې او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.