د افغانستان ستره محکمه وایي، کابل او نورستان ولایتونو کې د دوو ښځو په کډون درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د انګلستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د دغه هېواد د پارلمان او سیاسیونو له لوري د لوبې لغوه کولو غوښتنه رد کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له څلورو موسسو سره یې د څهکم یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په لکيمروت ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول راستنو شوو کورنیو ته یې ۴۸ ښارګوتي جوړ کړي او دغه راز یې په نهو ولایتونو کې راستنو شوو بېوزله کورنیو ته ۲۸ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله به نن له زمبابوې سره دویمه ټېسټ لوبه ترسره کړي.
د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره په دغو سیالیو کې اتم مقام خپل کړ.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن په کابل کې د مرغومي شپږمې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، که د پاکستان حکومت د افغانستان خاورې او خلکو ته په سپک نظر ګوري، نو له انګرېز، شوروي او امریکا دې درس واخلي.
اسلامي امارت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ مې کالیزې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د یاد یرغل په مقابل کې د افغانانو مېړانه او سرښندنې ستایلې دي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د کابل پوهنتون د محصلانو په فراغتغونډه کې ویلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په امارتي ادارو کې پر دندو ګمارل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله سبا له زمبابوې لوبډلې سره د دوو ټېسټ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کوي.