کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.
د کرکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۴ کال شلاوریزو لوبو غوره لوبډلې یوولسکسیز نوملړ اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشدخان هم په کې شامل دی.
د راپورونو له مخې، نن د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۲۰۰ فلسطیني وګړي د څلورو اسرایلیانو په بدل کې خوشي شي.
د پاکستان کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل وایي، د راحیلې په نوم یوه افغانه، د هغې ماشوم او خاوند چې له دوو کلونو راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته ستانه شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، له ۱۷ کلونو د کمعمره فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره پچهاچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله به له یمن، سويلي کوریا او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.
د انګلیستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویلي، د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره باید لوبه لغوه نه شي؛ ځکه دا د حل لاره نه ده.
په کابل کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د واټرپلو سیالۍ ترسره شوې چې موخه یې په دې برخه کې د غوره لوبغاړو موندل وو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په درېیمه ربعه کې بهر ته د څه باندې ۶۶۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
فوټبال فدراسیون د سرپل ولایت اړوند پر «خدیم افسي» لوبډلې چې د افغانستان د اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالۍ یې په نیمه کې پرېښودې او له سیالیو څخه په شا شوه، شپږ کاله بندیز لګولی دی.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان مرکز کوېټې ښار ته نږدې د ډبرو سکرو له نړېدلي کان څخه تر اوسه د یوولسو کسانو مړي را ایستل شوي او د پاتې یوه کس موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یونس خان یې په چمپینز ټرافي سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکی په توګه ټاکلی دی.