د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالي کې وسلهوالو پر یوه چکپاینټ برید کړی چې درې پولیس پهکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، دغه راز درې پولیس وسلهوالو له ځان سره بیولي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا له رییس سره په لیدنه کې له هغه غوښتې چې خپل اداري لګښتونه کم او د خدماتي لګښتونو کچه لوړه کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان په شلاوریزو لوبو کې د ۶۳۳ لوبغاړو په سوځولو د نړۍ په کچه لومړی توپاچوونکی شو.
د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملې ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، له دې ادارې سره په ګډه کار کوي چې زیانمنېدونکې کورنۍ پر وخت له مرستو برخمنې شي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مسوولین وایي چې د دغه کمېسیون له لارې په تېرو درېیو کلونو کې ۱۰۴۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره )اوچا( وایي چې افغانستان کې لا هم په پراخه کچه ناچاوده توکي پاتې دي او هره میاشت یې په چاودنو کې شاوخوا ۵۵ کسانو ته مرګژوبله اوړي.
د یو شمېر عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له غزې د فلسطینیانو بېځایه کولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی او هغه یې رد کړې ده.
د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، تېرو نهو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د دغه وزارت د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له مرکزونو ۳۴ زره کسان فارغ شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي نن (د جنورۍ ۲۶مه) د پاکې انرژۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، تمه ده چې سږ کال نوېکېدونکې انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید تر ټولو پر سترې سرچینې بدله شي.