کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مسوولین وایي چې د دغه کمېسیون له لارې په تېرو درېیو کلونو کې ۱۰۴۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند مولوي احمدالله وثیق له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دغه کمېسیون له جوړېدو تر اوسه ۱۰۴۴ کسان بېرته خپل هېواد ته راستانه او د مصؤنیت کارتونه ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، په راستنو شوو کسانو کې یو شمېر ښځې هم شاملې دي.
د وثیق په خبره: «په دې سلسله کې یو شمېر هغه خویندې او زنانه د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې چې په تېره اداره کې یې پارلمان او په شورا کې غړیتوب درلود او یا په نورو دندو کې وې، هغوی بېرته هېواد ته راستنې شوې او په خپل هېواد کې له خپلو دوستانو سره اوسېږي.»
هغه زیاته کړه، د ټولو افغانانو ساتنه د اسلامي امارت د حکومت مسوولیت دی.
نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې بېرته افغانستان ته راستنېږي، دا د همدې وطن خلک دي او هر هغه امتیاز چې بل هر افغان ته ورکول کېږي، دوی ته هم ورکول کېږي، خو بیا هم که څوک تشویش لري او د دوی په نظر تهدید دوی ته متوجه دی، اسلامي امارت، په ځانګړي توګه د تماس کمېسیون یې وضعیت ته په کتو امنیت هم نیسي.»
هغه دغه راز وویل، هغه کسان چې بېرته هېواد ته راستنېږي، له بېلابېلو لارو له دغه کمېسیون سره اړیکې نیسي او بیا ورته د کمېسیون له لارې د راتګ زمینه برابریږي.
نوموړي زیاته کړه، تازه هم ګڼ شمېر کسانو له دوی سره اړیکې نیولې او ځانګړې فورمې یې ترلاسه کړې دي چې په نږدې راتلونکي کې به هېواد ته راستانه شي.
وثیق دغه راز زیاته کړه: «دغه کسان چې افغانستان ته بېرته راستانه شوي، دوی که قانوني اسناد، پاسپورټ او ویزې ولري، په دوی باندې هیڅ محدویت نشته، په اونۍ کې، میاشت او کال کې نورو هېوادونو ته ځي او راځي، دوی ته هيڅ ستونزه نشته او کولای شي چې بېرته ولاړ شي.»
هغه زیاته کړه، یو شمېر افغان شخصیتونه چې د اړیکو کمېسیون له لارې راغلي وو، څو ځله د خپلو کارونو او یا هم سوداګرۍ په موخه له هېواده تللي او بېرته راغلي دي.
د یادونې ده، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت وو، خو د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۵مه د اسلامي امارت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون» جوړ کړ څو له لارې یې له بهره پخوانیو افغان سیاسیونو او چارواکو ته د راتګ زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP