د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه یې د لویو لارو مسافروړونکو موټرو لپاره اعظمي سرعت ۱۰۵ کیلومتره پر ساعت ټاکل شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وایي، وزارت هڅه کوي چې بهرنیو هېوادونو ته په قانوني او عزتمنه توګه د افغان کارګرانو او ځوانانو لېږلو زمينه برابره کړي.
ستره محکمه وايي چې په غزني او اروزګان ولایتونو کې یې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نن په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د فوټبال فدراسیون وایي، راتلونکې میاشت کې د برازیل، ګرینلینډ، ایران او د افغانستان فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي.
د سنوبورډ افغان لوبغاړي احمدمجتبی حبیبزي د چین په کوربهتوب ژمنیو اسیایي سیالیو کې لسم ځای خپل کړ.
د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالي کې وسلهوالو پر یوه چکپاینټ برید کړی چې درې پولیس پهکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، دغه راز درې پولیس وسلهوالو له ځان سره بیولي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا له رییس سره په لیدنه کې له هغه غوښتې چې خپل اداري لګښتونه کم او د خدماتي لګښتونو کچه لوړه کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان په شلاوریزو لوبو کې د ۶۳۳ لوبغاړو په سوځولو د نړۍ په کچه لومړی توپاچوونکی شو.
د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملې ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، له دې ادارې سره په ګډه کار کوي چې زیانمنېدونکې کورنۍ پر وخت له مرستو برخمنې شي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مسوولین وایي چې د دغه کمېسیون له لارې په تېرو درېیو کلونو کې ۱۰۴۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.