کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اداري مرستیال د کابل پوهنتون د محصلانو په فراغتغونډه کې ویلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په امارتي ادارو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون کابل پوهنتون کې د ۲۳۰۰ محصلانو د فراغت په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته شاوخوا ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په امارتي ادارو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

هغه زیاته کړې: «موږ همېشه په دې هڅه کې یوو چې له پوهنتونونو څخه فارغانو لپاره د کار زمینه برابره کړو.»

نوموړي فارغ شوو ځوانانو ته ویلي چې اصلي مسوولیت یې له دې وروسته پیلېږي او په کار ده چې په پوره اخلاص سره هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

د هغه په خبره، اسلاميامارت اوسمهال په کور دننه ځوانانو ته د زدهکړو مناسب فرصتونه برابر کړي دي.