د افغانستان کرکټ بورډ له سوېلي افریقا سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د عدلیې وزارت وایي چې تېره میاشت د هېواد په کچه څه باندې ۴۳ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې او نږدې ۵۱۷ زره جریب نوره امارتي تثبیت شوې ده.
د هېواد یو شمېر ولایتونو کې خلک د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارو پیل ته خوښ دي، وایي چې د دغو پروژو له پیل سره کارونه پیدا کېږي او د هېواد اقتصاد پرمختګ کوي.
رئیسالوزرا ملا محمدحسن اخند د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې چارو د پیل مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د بېلاروس هېواد یوه شرکت د افغان انجینرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
سوېلي افریقا د افغانستان پر وړاندې د کرکټ د درېیو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو لپاره خپله ملي لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره دوستانه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې میلادي میاشتې (سپټمبر) په ۱۶مه د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ په ننګرهار کې پیلېږي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د ټېبل ټینس (د مېز پر سر لوبه) ملي لوبډلې لپاره په درېیو سني کټګوریو کې ۳۰ لوبغاړي وټاکل شول.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د کابل ښار د څلورو زونونو او درېیو ولسوالیو د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل د سوکوهنې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه سیالۍ پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې هېواد له لسیزو جګړو او ناکراريو وروسته منسجم شوی او نور به چا ته اجازه ور نه کړي چې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې محتسبینو په پکتیکا ولایت کې هغه کس نیولی چې د پیر او مرشد په نومونو یې په ټولنه کې غیرشرعي او خرافاتي کړنې ترسره کولې.