د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې هېواد له لسیزو جګړو او ناکراريو وروسته منسجم شوی او نور به چا ته اجازه ور نه کړي چې د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي.
د ټولګټو وزارت وایي، دا چې دغه وزارت د سالنګ لویې لارې د درېیو برخو رغولو پاتې چارې پیل کړې، له همدې امله یاده لار سر له نن څخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.