کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د ټېبل ټینس (د مېز پر سر لوبه) ملي لوبډلې لپاره په درېیو سني کټګوریو کې ۳۰ لوبغاړي وټاکل شول.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ټېبل ټینس ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو اوولسم پړاو غوراوي سیالۍ چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د بدني روزنې په ۵۰۰ کسیزه جمنازیوم کې روانې وې، د غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

سرچینې ویلي، په یادو سیالیو کې د هېواد له ۱۶ ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

سرچینه کاږي، دغه سیالۍ د تنکي ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېیو سني کټګوریو کې ترسره شوې چې له هرې کټګورۍ لس لس کسان د ملي لوبډلې لپاره انتخاب شول.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې په ټوله کې ۳۰ لوبغاړي د ټېبل ټینس لوبې د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.