د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې نن په خپله دویمه لوبه کې نیوزلېنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې سبا له نیوزلنډ سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د یوناما مشرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، ټیم یې د دوحې درېیمې ناستې لپاره پر داسې اجنډا کار کوي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، جرمني دې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د نورمال کونسلي تعاملاتو او دوه اړخیزې هوکړې له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت د ریاستالوزرا پر سیاسي مرستیال، دوو سرپرست وزیرانو او استخباراتو لوی ریاست پر سرپرست د سفر بندیزونه لرې کړي دي.
د امریکا کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې پاکستان ته ماتې ورکړه.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ او د افغان – ټرانس په شان سترو پروژو د پلي کولو برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۴۱۹۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر د «سنټ پټرزبورګ» په اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍواله کچه لومړی مقام ګټلی دی.
د کابل کرکټ غوره لیک شلاوریزه سیالیو دویم پړاو نن په کابل کې پیل شو چې اووه ورځې به دوام ولري.
افغان لوبډلمشر راشد خان وایي، دوی د کرکټ نړۍوال جام سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري او پر خپله لوبډله باوري دی چې ښې لوبې به ترسره کړي.