غزني کې د لوړ ټناژ باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او د سړکونو له ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د مرکز اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار معياري تله جوړه شوه.
غزني ولایت کې د ۳۰۰ بستریز حوزوي روغتون د ودانۍ د جوړېدو چارې چې له پنځو کلونو راهیسي نېمګړي پاتي وې، نن بېرته پیل شوې.
غزني ته راستانه شوي کډوال د سرپناه ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي، خو مسوولین بیا وايي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يې یوه کمېټه جوړه کړې ده.
غزني ښار کې د نجونو یو شمېر مدرسو زدهکوونکو او استادانو له لوري د علمي، څېړنیزو او هنري اثارو دویم نندارتون جوړ شو.
غزني کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ابند ولسوالۍ کې شاوخواه ۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ښار په درېیمه ناحیه کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سوداګریزو مارکېټونو چې رهایشي برخې هم لري، د جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په استوګنیزو سیمو کې د صنعتي کارخونو فعالیت هوا ککړه کړې او خلکو ته يې روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو را اېستلو پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل او دا ناعادلانه پرېکړه هېڅ راز قانوني توجیه نه لري.
د غزني برېښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه ولایت مرکز اړونده په ځینو سیمو کې پنځه زره کورنۍ د شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت له برېښنايي خدمتونو برخمنې شوې دي.
د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې یو کس له نهه کیلوګرام یورانیمو سره نیول شوی دی.
غزني کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې یو کس له اتهنیم کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای ونیول شو.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت حکم سنایي ښارګوټي کې د شپاړسنیم میلیونو افغانیو په لګښت دوه د برېښنا ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.