د غزني د مرکز او ځینو ولسوالیو له کلپونو څخه د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ د دوو ورځو لپاره د دغه ولایت په دولتي جمنازيوم کې ترسره شوې.
غزني کې مسوولین وایي، د دغه ولایت اببند ولسوالۍ په بازګي سیمه کې یو کس د خپل ورور له خوا د ښکاري ټوپک په دز وژل شوی دی.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سلطان بند دروازې چې څو ورځي مخکې د خټو (رسوباتو) نيولو له امله بندې شوې وې، نن بېرته بشپړې خلاصې شوې.
د غزني د زنخان یو شمېر قومي مشران په دې ولسوالۍ کې زدهکړو ته د ماشومانو پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او ښوونځي دې ورته جوړ کړي.
غزني کې د یوه ۵۸۰ بس او اروزګان کې د ټونس موټرو چپه کېدو پېښو کې لږ تر لږه یو کس مړ او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال به له دغه ولایته هند ته د خصوصي سکټور له لارې په لویه کچه مڼې صادرې شي.
د غزني ولايت د مرکز اړوند د کلای امیرمحمدخان سیمې اوسېدونکو په خپله سیمه کې په شخصي لګښت د يوه لومړني ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره كېښوده.
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له خراب کیفیته شکایت کوي خو مسوولین وایي، په غزني ښار کې ۱۲ نوې مخابراتي پایې نصب شوې او ډېر ژر به انټرنېټي ستونزې حل شي.
د غزني ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت په کوربهتوب د څلورو ولايتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوتالرمي سيالۍ دويم پړاو د اړوند فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره شوې.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د غزني د اجرستان مسوولین وایي چې د دې ولسوالۍ او د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.