د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې په چوکاټ کې د غزني د صنایعو او کانونو خونه پرانيستل شوه.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د غزني ولایتي خونې رییس حاجي عبدالرحمن احمدي د سوداګرۍ له وزارت او ولایتي چارواکو وغوښتل چې د غزني لپاره دې په بېړنۍ توګه د صنعتي پارک د ځمکو وېش پیل کړي.