د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې ټیټې شوې خو د مالیزیايي غوړو په بیه کې یوڅه زیاتوالی راغلی دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تېره یوه میاشت کې یې د فاریاب ولایت په بېلابېلو سیمو کې نږدې څوارلس زرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې په کابل ښار کې د تُرشي جوړولو له کارخونو د څارنې پایله کې څرګنده شوه چې ځینو ترشيبابو کې له صنعتي سرکې استفاده کېږي او دغه سرکه د معدې سرطان رامنځته کېدو لامل ګرځي.
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د هندي بورې، غوړیو او سروزرو بیې هم لوړې شوې دي.
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې خو د پټرولو بیه ټيټه شوې ده.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د لومړنیو او نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې راتلونکې شنبې ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، تېر ۲۰۲۳ میلادي کال یې د هېواد په کچه د ۶۷۰۰ قلمه درملو او ۷۰۰ ټنه بېکیفیته او تاریختېرو خوراکي توکو راټولولو او سوځولو ترڅنګ، د کابل ښار په کچه څه باندې ۸۹۰ درملتونونه تړلي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې د نفتي توکو څه باندې ۳۴۰۰ ټانکرونه بېکیفیته تثبیت شوي او له واردېدو یې مخنیوی شوی دی.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، هندۍ بورې او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.