مسوولین وايي، نن په پکتیا کې له ۱۹۰ بزګرانو سره اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې، په میدان وردګو کې ۲۹۰۲ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته او په کابل کې له یوه روزنتون سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وایي، افغانان دې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.
د کابل پوهنتون مخکېنی استاد فیضمحمد ځلاند وايي، دی امریکا ته په رسمي سفر بلل شوی و، خو د تکزاس ایالت ډالاس هوايي ډګر ته په رسېدو د امریکا امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو، خو اوس بېرته کابل ته راستون شوی دی.
د جاپان د بهرنیو چارو وزير وايي چې هېواد يې په افغانستان کې ديپلوماتیک فعالیت له سره پيل کړی دی.
کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په ميدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح
کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ريچارډ بنیټ وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره
د استخباراتو لوی ریاست وایي، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کندوز ولایت لپاره د «خوارجو» د مشر په ګډون د دې ډلې پنځه کسان ووژل شول.
ماليه وزارت وايي، د روان لمريز کال له پیله د تلې مياشتې تر ۲۱مې نېټې يې ۳۳ میلیارده او ۳۵۶ میلیونه افغانۍ غیر مالیاتي عواید راټول کړي دي.
امنيتي مسوولین وايي، د «خوارجو» دوه مهم غړي يې د عملیاتو پرمهال او دغه راز په کابل ښار کې يې دوه غله چې له يوه صراف څخه يې پنځه میلیونه افغانۍ غلا کړې وې، لاس په لاس نيولي دي.
د کابل امنيتي مسوولين وايي چې د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.
د کابل امنيه قومندانۍ مسوولین وايي، پولیسو د کابل ښار په لسمه امنيتي حوزه کې يو مشهور “غل” وژلی دی.
د «بدلون» تر شعار لاندې د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د موجوديت اعلان وکړ او د مفاهمې له لارې يې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.