کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په ميدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د سرې میاشتې رئیس مولوي عبدالقدوس عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د ترکيې هېواد سرې میاشتې له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۲۵ کیلوګرامه وریجې، اته کیلوګرام لوبیا، درې کيلوګرامه بوره، یو کیلوګرام شین چای، یو کیلوګرام مالګه او یوه اندازه د ماشومانو خواړه ورکړل شول.
بلخوا، د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې له ۳۶۳ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرسته وشوه.
د لغمان د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (FAO) له خوا شوې او هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام توره او ۵۰ کیلوګرام سپینه سره ووېشل شول.
هغه دغهراز زیاته کړه، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هم د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا پر ۱۵۰ بزګرانو د غنمو ۷،۵ ټنه اصلاح شوی تخم، ۷،۵ ټنه توره (ډيپي) او ۱۵ ټنه سپینه کیمیاوي سره وېشل شوي دي.
د هغه په خبره چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرام توره، ۱۰۰ کیلوګرام سپینه سره او یو څه وسایل ورکړل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









