رئیس الوزراء د پاکستاني علماوو پلاوي سره په کتنه کې ويلي، اوس په افغانستان کې عالمان واکمن دي او دوی تر بل هر چا د علم په ارزښت او اړتیا زیات پوهېږي او په دې اړه لا هم مشورې او هڅې دوام لري چی د تعلیم په برخه کې نور کار هم وشي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت مسئولین وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتيا او اسانتيا رامنځ ته کېدو، ترانزیت، حمل او نقل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټینګښت په تړاو دوه اړخيزه غونډه دوام لري.