ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: د یوې هندي رسنۍ پاکستانی خبریال کابل کې نادرکه شوی

سرچينې: د یوې هندي رسنۍ پاکستانی خبریال کابل کې نادرکه شوی

author avatar
5 Aug 2022 - 10:06
سرچينې: د یوې هندي رسنۍ پاکستانی خبریال کابل کې نادرکه شوی
author avatar
5 Aug 2022 - 10:06

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): سرچينې وايي، د «انس ملک» په نوم پاکستانی خبریال چې له يوې هندي رسنۍ سره کار کوي، له تېرې ورځې راپه‌‌دېخوا کابل کې نادرکه شوی دی.

د انس ورور حسان ملک نن سهار په خپل ټويتر کې لیکلي، مشر ورور يې چې ژورنالیست دی، په کابل کې له تېرو ۱۲ ساعتونو راهيسې نادرکه دی.

هغه له مسئولینو غوښتي چې دغه موضوع تعقیب کړي او د هغه د خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امریکا غږ اردو څانګې خبریال نظرالاسلام پژواک ته ومنله چې انس ملک په کابل کې نادرکه شوی دی.

ده زياته کړه، په کابل کې د پاکستان سفارت هم له دغې موضوع خبر دی او له افغان چارواکو سره يې دغه موضوع شريکه کړې ده.

د هغه په وينا، انس ملک د کراچۍ اوسېدونکی دی او هندي تلويزيون وائیون (Wion) سره له ډېرې مودې راهيسې د خبریال په توګه کار کوي او د پاکستان او افغانستان اړوند مسايل تر پوښښ لاندې راولي.

نوموړی وايي، انس ملک له سقوط نه شل ورځې مخکې هم کابل ته سفر کړی و، د دوحې د تړون پرمهال قطر کې و او له هغه نه وروسته یې هم سل ورځې کابل کې تېرې کړې وې او د وروستيو تحولاتو په اړه یې ياد تلويزيون ته معلومات ورکول.

دی زياتوي، نوموړی دوه ورځې مخکې کابل ته رسېدلی و ترڅو د الظواهري تر وژل کېدو وروسته معلومات له خپلې رسنۍ سره شريک کړي.

د تېرې اونۍ د سې‌شنبې په شپه د امريکا ولسمشر جوبايډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د همدې اونۍ د یکشنبې په سهار (د زمري ۹مه) د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د افغانستان سرپرست حکومت په کابل کې د امریکا له خوا د نوموړي د وژل کېدو د اعلان په اړه پرون وویل، د ایمن‌الظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري او په اړه به یې کشفي او استخباراتي ارګانونونه څېړنه وکړي.

له بلې خوا يوه هندي خبریال چی د انس ملک نږدې ملګری دی، د نوم له څرګندولو پرته پژواک ته د هغه نادرکه کېدل تایید کړل.

په خپله انس مالک د چهارشنبې په ورځ په خپل تويټر کې ليکلي و چې د طالبانو واک ته رسېدو د کال پوره کېدو د پوښښ لپاره کابل ته تللی دی.

پژواک ياده شوې موضوع په کابل کې له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړه، خو تراوسه (د سهار نهه نيمو بجې) پورې یې په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه پژواک اژانس ته وویل چې په دې اړه به پوښتنه وکړي.

له بلې خوا د قطر د دفتر غړي سهيل شاهين هم په دې اړه ويلي: «ما د بهرنيو چارو وزارت سره اړيکه ونيوله چې په دې اړه همکاري وکړي؛ خو ښه دا وه چې کابل ته له تګ مخکې يې زما له دفتر سره همغږي کړې وای.»

Visits: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.