ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ لومړنۍ لوبه نن پیليږي

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ لومړنۍ لوبه نن پیليږي

author avatar
9 Aug 2022 - 17:43
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ لومړنۍ لوبه نن پیليږي
author avatar
9 Aug 2022 - 17:43

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اووریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن ماښام د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې پیلېږي.

دغه مطلب د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا خپور شوی او ويلي يې دي چې افغان لوبډله به نن ماښام ۷:۰۰ بجې د ایرلنډ پر وړاندې د روانو پنځو شل اووریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ خپله لومړنۍ لوبه د یاد هېواد په بیلفاسټ کې پیل کړي.

سرچينه کاږي، دغه لوبه ملي سپورټ تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په شل اووریزو نړۍوالو سیالیو کې تر اوسه ۱۹ ځلې د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره مخ شوې چې له دې څخه يې ۱۴ لوبې افغان لوبډلې ګټلې دي، په ۴ لوبو کې سیالې لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي او پاتې یوه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د يادو لوبډلو ترمنځ نورې لوبې به د اګست په یوولسمه، دولسمه، پنځلسمه او اوولسمه نېټه وشي.

افغانستان له دې سیالیو وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لوبې کوي‌ او تر هغې وروسته به اسټرالیا ته د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام لپاره ځي.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.