ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل د امریکا د وروستي بريد په غبرګون کې د هېواد په مرکز او یو شمېر ولايتونو کې لاریونونه وشول

پر کابل د امریکا د وروستي بريد په غبرګون کې د هېواد په مرکز او یو شمېر ولايتونو کې لاریونونه وشول

author avatar
5 Aug 2022 - 15:26
پر کابل د امریکا د وروستي بريد په غبرګون کې د هېواد په مرکز او یو شمېر ولايتونو کې لاریونونه وشول
author avatar
5 Aug 2022 - 15:26

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د هېواد په پلازمېنې کابل او بېلا بېلو ولایتونو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د وروستي برید په غبرګون کې خلکو لاریونونه وکړل، دغه برید يې وغانده او دا کار يې د افغانستان پر خاوره تېری وباله.

د روانې اونۍ د سې‌شنبې په شپه د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان وکړ چې ایمن‌ الظواهري د همدې اونۍ د یکشنبې په سهار (د زمري ۹مه) د کابل ښار په شېرپور کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان سرپرست حکومت په لومړۍ ورځ پرته له دې چې د ايمن ‌الظواهري د وژلو په اړه څه ووايي، په شېرپور کې يې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړ او دغه کار یې د دوحې له تړونه سرغړونه وبلله؛ خو تېره ورځ حکومت په کابل کې د امریکا له خوا د ایمن ‌الظواهري د وژل کېدو د اعلان په اړه اعلامیه خپره کړه او ويې ویل، د ایمن‌الظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري او په اړه به یې کشفي او استخباراتي ارګانونونه څېړنه وکړي.

حکومت همدا راز ویلي و چې امریکا د افغانستان پر حریم تېری کړی او د دې ډول پېښو د تکرار په صورت کې به د هر ډول عواقبو مسئولیت د امریکا پر غاړه وي.

نن (جمعه) د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د دغه برید په تړاو په کابل او یو شمېر ولایتونو کې خلکو لاریون وکړ او د امریکا پر وړاندې بېلابېل شعارونه ورکول.

هغوی د دغه برید د غندلو ترڅنګ دا کار د افغانستان په خاوره تېری بولي.

پژواک ته د رارسېدلو رايورونو له مخې، دغه لاریونونه په کابل، نيمروز، جوزجان، اروزګان، فراه، سمنګان، هلمند، پکتيکا، بدخشان، ننګرهار، کندهار، خوست، بادغیس، بلخ، لوګر او څو نورو ولایتونو کې وشول.

د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې زرګونو تنو لاريونوالو پر کابل د امريکا ياد بريد وغانده او ” مرګ پر امريکا، تل د وي اسلامي نظام او …” شعارونه يې ورکول.

د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې هم سلګونو کسانو لاريون وکړ، د امريکا ياد بريد يې وغانده، دا بريد يې له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې وباله او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې دا قضيه په جدي ډول وڅېړي.

ارزګان کې هم ګڼ شمېر کسانو د لاریوون پر مهال د امریکا لخوا پر افغانستان وروستی برید وغانده او دا کار یې د دوحې له تړون څخه ښکاره سر غړونه وبلله

په فراه ښار کې هم خلکو نن ماسپښين دوه بجې لاریون وکړ، چې له دې ډلې د فراه د مرکزي جومات خطیب ملا عصمت الله پژواک ته وویل: «امریکا دې خپل دروغ بند کړي، جوبایدن دروغ وایي چې ایمن الظواهري یې په شهادت رسولی دی.»

یو بل لاریونوال موسی بیا د امریکا برید وغانده او ویې ویل: «له امریکا څخه غواړو چې نور افغانستان ارام پریږدي، امریکا حق نه لري چې زموږ پر وطن بریدونه وکړي.»

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې هم یو شمېر کسانو د افغانستان پر حريم د امریکا د مداخلې په اړه لاریون وکړ. اعتراض کوونکو وویل چې افغانستان خپلواک هېواد دی او هیڅ بهرنی هېواد حق نه لري چې زمونږ د هېواد په چارو کې لاسوهنه وکړي.

له دې ډلې د سمنګانو د حج او اوقافو رئیس مولوي بازمحمد نایاب په دې ولايت کې په ترسره شوي لاریون کې وویل: «هيڅ هېواد حق نه لري چې زمونږ د هېواد په حریم کې مداخله وکړي. د افغانستان خلک به د هر تېري کوونکي هېواد په وړاندې ودريږي او په مقابل کې به يې مبارزه وکړي.»

دغه راز نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د لسګونو کسانو له خوا د امریکا د وروستي برید په تړاو لاریون وشو .

لاریون‌والو د امریکا ولسمشر په امر د افغانستان پر خاوره بریدونه وغندل او زیاته کړه چې امریکا په زموږ هېواد کې ماتې خوړلې او اوس بیا غواړي بې‌ګناه افغانان ووژني.

د لښکرګاه ښار د شیخ زاهد جامع جومات دیني عالم مولوي عبدالقاهر پژواک ته وویل: «د امریکا جمهور رییس جوبایډن دروغ وایي چې دوی د افغانستان پلازمېنه کابل کې ایمن الظواهري په شهادت رسولی دی.»

یوه بل لاریون کوونکي احمد وحید بیا د امریکا برید وغانده او ويې ویل، امریکا د دې حق نه لري چې په یو او بل نوم زموږ پر هېواد بریدونه وکړي، د دې په ځای بايد د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادي کړي.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هم نن ماسپښين مهال د دې ولايت لسګونو اوسېدونکو د امريکا له لوري په کابل کې وروستی ترسره شوی ډرون بريد وغانده.

لاریون کوونکو وويل: «امريکا او د هغوی ملاتړي دې د افغانانو او اسلامي امارت ضد دسیسې نه جوړوي او پر افغان خاوره له تېري کولو دې لاس واخلي.»

د لاريون يوه ګډونوال حاجي اکبر پژواک اژانس ته وويل، د امريکا هغه ادعا دروغ ده چې ګواکې په کابل کې دې د القاعده ډلې غړی ايمن الظواهري وژل شوی وي.

هغه زياته کړه، امريکا په کابل کې وروستی بريد د دسیسې په ډول ترسره کړی او په دې سره دوی غواړي چې يو ځل بيا د افغان خاورې ځپلو ته لار هواره کړي.

دی وايي: «دا د امریکا او یهودیانو دسیسې او فرېبونه دي چې د افغانستان د مظلوم ملت لپاره یې جوړوي، زه په ټول افغانستان او ټولو وروڼو یو غږ کوم، چې د دغو دسیسو ښکار نه شئ.»

د لاريون یو بل ګډونوال احسان الله وایي: «د امریکا وروستی بريد دروغ او د اسلامي امارت د سپکاوي په موخه ترسره شوی دی. ولسونه او حکومت به امريکا ته اجازه ورنه کړي چې بل ځل پر افغان خاوره ورته عمل ترسره کړي.»

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د امريکا پر خلاف هر ډول قرباني ته تيار دی.

د بدخشان په مرکز فیض اباد او څو ولسوالیو کې هم زرګونو کسانو د جمعې تر لمانځه وروسته د امریکا د بې پيلوټه الوتکې له خوا د افغانستان د هوايي حریم د نقض په اړه لاریونونه وکړل.

د فیض اباد د اتفاق جومات خطیب مولوي عبدالحميد وویل: «د افغانستان د مسلمانو خلکو لپاره د هيڅ هېواد له خوا د افغانستان اشغالول د منلو نه دي. دا چې امریکا له اسلامي امارت سره د دوحې تړون مات کړی، نو غواړي چې له امریکا سره په نورو هېوادونو کې هم وجنګيږي.»

د فیض اباد د زاړه ښار د فاضل بيګي د جومات خطیب مولوي ضیاءالله په دې لاریون کې وویل، امریکا د مجاهدينو او د افغانستان د خلکو په وړاندې ماتې خوړلې او اوس غواړي پر کابل ښار د هدفي بریدونو له لارې نړیوالو ته خپله ماتې جبیره کړي.

د لوګر په مرکز پل علم کې هم د جمعې له لمانځه وروسته د لسګونو کسانو له خوا د امریکا د وروستي هوايي برید په غبرګون لاریون وشو.

د لاریون ګډونوالو د امریکا ولسمشر په امر د افغانستان پر خاوره هوايي برید وغانده او زیاته یې کړه چې امریکا په دغه هېواد کې ماته خوړلې او اوس بیا غواړي بې ګناه افغانان ووژني.

د لاريون يوه ګډونوال محمد اسلم پژواک اژانس ته وويل، چې امریکا د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او غواړي چې يو ځل بيا دغه هېواد د جګړې په ميدان بدل کړي.

هغه په اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې افغانستان په رسميت وپېژني او له دغه هېواد سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د لاريون يوه بل ګډونوال شاه محمد پژواک ته وویل، په دغه لاريون کې د لوګر ولايت قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی دی.

نوموړی وايي، د امريکا وروستی هوايي برید ښکاره سرغړونه ده او نړيوال دې د امريکا برید په غبرګون چوپه خوله نه پاتې کېږي.

د کابل په سراي شمالي او څو نورو سيمو کې هم لاریونونه وشول. همداراز د جلال اباد ښار مختلفو سيمو کې د امريکا پر ضد لاريونونه وشول. خوست کې هم يو شمېر کسانو د امریکا خلاف لاريون وکړ.

Visits: 278

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.